په افغانستان کې د جاپان سفير تاکايوشي کروميا بامیانو ولايت ته په سفر کې د دې ولايت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د بامیانو ولايت پر امنيتي، اقتصادي، د زېربنايي پروژو په پلي کيدو او د يادو هېوادونو پر ګډو همکاريو خبرې کړې دي.
په ياده ناسته کې ښاغلي کروميا له نشهيې توکو سره مبارزه او امنيتي برخو کې يې د اسلامي امارت هڅې، د ستايلو وړ بللې دي. په افغانستان کې د جاپان سفير د دې هېواد د بشري مرستو پر دوام ډاډ څرګند کړی او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې په نړيواله کچه هڅه کوي؛ تر څو د اسلامي امارت اړيکې له سيمې او نړۍ سره نورې هم پياوړې کړي.