د افغانستان او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د الله محمد غضنفر د غوره توپاچونې پر مټ بنګلهدېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.
ددې لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ګټلې وه او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه. افغان لوبغاړو په پنځوسو اورونو کې ۲۳۵منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۶ منډو هدف کېښود.
په دغه سیالۍ کې د افغانستان په ګټه محمد نبي ۸۴ او حشمتالله شهیدي ۵۲ منډې جوړې کړې. بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله ۱۴۳ منډې جوړې او لوبه یې د ۹۲ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایله.
د توپاچونې په برخه کې بیا الله محمد غضنفر د نورو توپاچونکو پرتله ښه توپاچونه وکړه او ۶ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.