ډېر لوستل شوي

خوست کې دوه کسان د جعل‌کارۍ په تور نيول شوي

خوست امنيه قوماندانۍ په دې ولايت کې د دوه جعل‌کارانو د نيول‌ کيدو خبر ورکړی دی.

يادې قوماندانۍ ويلي، چې دغه دوه کسان يې د دې ولايت د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو په “دوه سرکه” بازار سیمه کې د جعلي بانک نوټونو د چلونې پر مهال نيولي دي. د مسوولينو په خبره، چې دې کسانو جعلي بانک نوټونه له پاکستان څخه راوړي و او غوښتل يې چې د اصلي نوټونو پر ځای يې وکاروي.

اړوند خبرونه