د امریکا پرونیو ټاکنو کې جمهوریت غوښتونکو سنا کې ډېرې څوکۍ ګټلي او په ولسمشریزو ټاکنو کې هم پخواني ولسمشر ډونالډ بری خپل کړ. ډونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی واکمن دی، چې له لومړنۍ واکمنۍ وروسته یوه دوره ټاکنې بایلي او بیا ځلې ولسمشري ترلاسه کوي. دی به د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
باید ووایو چې د امریکا سږنیو ټاکنو له نورو کلونو سره توپیر درلود او سبب یې د نړۍ په لویو او سترو معضلو کې ددې هېواد مستقیمه ښکېلتیا وه. د جوبایډن د واکمنۍ پر مهال د روسیې او اوکراین کړکېچ، د منځني ختیځ کړکېچ، د چین او شرقي نړۍ راپورته کېدنه؛ هغه لویې مسلې وې چې دا ټاکنې یې مهمولې. . دا خو تر لمر روښانه ده، چې متحده ایالات په نړیواله کچه په سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو کې د لوی نفوذ له امله مهم هېواد بلل کیږي. د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ ټاکل او په پالیسیو کې د بدلون راوستل، نه یوازې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ اغېز پرېباسي. خو د یوه ټکي یادول اړین دي، چې د امریکا بهرنۍ پالیسي د ولسمشرانو په لاس کې نه ده؛ بلکې د دولت دننه د یوه بل دولت او یا هم اېسټبلېشمنټ له لوري ټاکل کیږي. بله خبره دا چې دا هېواد بهرنۍ پالیسي د لسو کلونو لپاره جوړوي. که مو پام وي، په ۲۰۰۱ زېږدیز کې یې پر افغانستان یرغل وکړ، ۲۰۱۱ کې یې د سولې خبرې پیل کړې او په ۲۰۲۱ کې یې جوړ کړی حکومت چپه او خپله په تېښته بریالي شول.
اوس لویه پوښتنه دا ده، چې ایا د ټرمپ بیا راتګ د افغانستان پر وضعیت او اسلامي امارت کوم اغېز ښندلی شي؟
ښایي لوستونکي متوجې شوي وي چې د تېرو کلونو په پرتله د امریکا په ټاکنیزو کمپاینونو کې افغانستان هېڅ مطرح نه و او حتی په څنګزنو بحثونو کې یې هم ځای ورنه کړ. البته په افغانستان کې د دوی له ماتې او ناکامې وتنې به ډونالډ ټرمپ د یوې وسیلې په توګه کار اخیسته. په سږنیو ټاکنو کې د افغانستان موضوع ځکه سړه وه، چې اوسمهال افغانستان له دوی تش دی، نظامیان یې نشته، کومې ځانګړې عیني سټراټیژیکي ګټې نه لري، د نړۍ نورې لویې معضلې یې پر وړاندې پرتې دي؛ نو ځکه یې له افغانستان څخه مخه نورو معضلو ته اوښتې ده. وړاندې مو هم وویل چې ددې هېواد بهرنۍ پالیسې د اشخاصو په ادلون بدلون تغییر نه مني. نو په ډاګیز ډول ویلی شو، چې د ډونالډ ټرمپ بریا به د افغانستان دننه کوم ژور اغېز ونه لري. اوسمهال د کابل او واشنګټن اړیکې د نشه یي توکو د کنټرول، سیمه کې د تروریسټي ډلو پر مهار، بشري مرستو، نورو هېوادونو ته په نهګواښ او نورو موضوعاتو راټولې دي. د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم ویلي و، چې د دوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا راتلونکی ولسمشر باید د ده په وینا د افغانستان په اړه رښتونې او مثبته پالیسي غوره کړي. یوه بل ټکی د یادښت وړ دی، چې د ټرمپ سیاست ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول دي او د نړیوالو تړونونو او ګډو سازمانونو پر اغېز چندان باور نه لري. نوموړی د خودمرکزۍ سیاست پر مخ بیایي او د امریکا کورني وضعیت ته یې پاملرنه زیاته ده. بیا ځلې هم یادونه کوو چې اوسمهال د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لویې معضلې د اوکراین ـ روسیې جګړه او د منځني ختیځ کړکېچ دی. بل خوا افغانستان کې امنیت دی، مرکزي نظام حاکم دی، هېواد ته دننه او له هېواده بهر هېچا ته ګواښ نشته؛ نو ځکه سږکال د امریکا په ټولټاکنو کې افغانستان چندان مطرح نه و.