د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل دفتر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوه پلاوي سره کتلي دي.
ملي دفاع وزارت نن ماښام(چهارشنبه، لړم ۱۵مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی. ملي دفاع وزارت لیکلي چې ښاغلي مجاهد دا ناسته د هند د بهرنیو چارو وزارت د (پياېای) چارو د مرستیال جي پي سېنګ په مشرۍ له یوه پلاوي سره کړې ده.
ملي دفاع وزارت وايي، چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او بشري همکاریو سربېره د افغانستان او هند ترمنځ د تعامل پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.