پوهنې وزارت په ميدان وردګو کې د يوه ښوونځي د ودانۍ چارو د بشپړېدو او ګټې اخېستنې د سپارلو خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې دغه ښوونځی د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د ۳ ميليونه ۷۶۰ زره او ۸۸۶ افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.
د مسوولینو په وینا، یاده ودانۍ په ټولو اړینو وسایلو سمبال جوړه شوې ده.