بنیامین نتانیاهو د اسراییلو د ملي دفاع وزیر “یواف ګالانت” له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د بهرنیو چارو وزیر “اسرائل کاتز” د دفاع وزیر ټاکلی دی.
نتانیاهو د نوموړي د ګوښه کېدو دلیل جګړه کې نه بری بللی.
د نتانیاهو د پرېکړې پر ضد د یهودانو پټ سازمان د سرتاسري لاریون غږ کړی او له ګدۍ یې د نوموړي د پرځونې ګواښ کړی.