له پېښو سره د کندهار د مبارزې رياست په دې ولايت کې له ۲۳ سېلاب ځپلو کورنيو سره د ۱۸ لکه ۷۹ زره او ۷۰۰ افغانيو د نعدي مرستو خبر ورکړی دی.
دې رياست ويلي، يادې مرستې د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ له سېلاب ځپلو کورنيو سره د کورونو د ترميم په موخه د “اسلاميک ريليف” مؤسسي په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.
له پېښو سره د ياد ولايت د مبارزې رييس قاري عبدالسلام عمري وايي، ۲۷ کورنيو ته چې هرې کورنۍ ته ۶۷ زره او ۶۰۰ او همدا راز پنځو کورنيو چې هر کورنۍ ته ۱۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ کېږي، وېشل شوې دي.
دا په داسې مهال ده، چې د کندهار ولايت مسوولينو تر دې وړاندې هم له يو شمېر بېوزلو کورنيو سره د دوی د لاسنيوي په موخه مرستې کړې دي.