ډېر لوستل شوي

د اسلامي پراختيايي بانګ په ۱۹مه ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون؛ د افغانستان بانک لاسته راوړنې پکې شريکې شوې

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د اسلامي پراختيا بانک په ۱۹مه ناسته کې د افغانسان بانک د رييس نوراحمد اغا په مشرۍ د يو پلاوي د ګډون خبر ورکړی، چې د افغانستان بانک لاسته راوړنې پکې شريکې شوې دي.

ښاغلي مجاهد په خپل اېکس ليکلي، ياده غونډه د روان ميلادي کال (نومبر، ۳مه او ۴مه) په بحرين هېواد کې جوړه شوې وه. د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو نږدې ۳۰۰ استازو ګدون کړی و.

اړوند خبرونه