ډېر لوستل شوي

د هند له ځانګړي استازي سره د بهرنيو چارو سرپرست کتنه؛ پر سياسي او اقتصادي اړيکو يې خبرې کړې

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د هند له ځانګړي استازي جي پي سنګ سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ پر سياسي او اقتصادي اړيکو او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ او راتګ په تړاو خبرې کړې دي.

په ياده ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست مولوي امير خان متقي ټينګار کړی، چې د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا لپاره باید افغان وګړو، په ځانګړې توګه سوداګرو ته د هند په ویزو کې اسانتیاوې لا زیاتې شي.

همدا راز ښاغلي جي پي سنګ ويلي، له افغانستان سره اړیکې ورته مهمې دي او یادونه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونی تاریخ لري. دا په داسې مهال ده، چې د هند ځانګړي استازي تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد سره په کتنه کې د کابل او ډهلي ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی و.

اړوند خبرونه