ډېر لوستل شوي

په هېواد کې د مېشتو جوګيانو او جټانو د ثبت لړۍ پيل کېږي

د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ ملا هبت الله اخوندزاده حفظه‌الله د فرمان له مخې، په هېواد کې مېشت “جوګيان او جټان” ثبت او راجستر کېږي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي چې د ياد فرمان له مخې، د سرحدي پلټنې معين مولوي اسماعيل غزنوي په مشرۍ يوه کمېټه رامنځته شوې، چې په ټولو ولايتونو کې د “جوګيانو او جټانو” د ځای مالومولو، راټولولو او د هويت په ډاګه کولو په تړاو پلټنې وکړي. د يادونې وړ ده، چې دا لړۍ به د “جوګيانو او جټانو” لپاره د اساسي حقونو په تأمین کې اغیزمنه تمامه شي.

اړوند خبرونه