ډېر لوستل شوي

د فلسطیني کوچنیانو په پار؛ پارېدلو مسلمانانو هالنډ کې لسګونه یهود وهلي ټکولي

نړیوالو رسنیو تېره شپه د هالنډ په پلازمېنې امسټردام ښار کې د پارېدلو لاریونوالو د یوې ډلې له خوا د لسګونو یهودانو د وهنې ټکونې راپورونه ورکړي دي.
ویل کیږي چې دا اخ و ډب د اروپا د فوټبال غوره لیګ په
لړ کې د مکابي تل ابیب او اجاکس هالنډ لوبې وروسته رامنځته شوی دی. ځایي رسنیو د پېښې لامل د فلسطین بیرغ ته نه درناوی او عربو ته سپکې سپورې ویل بللي دي.
په امریکا کې د صهیونیستي رژیم سفارت پرته له دې چې ددې کړکېچ سبب ته نغوته وکړي، لیکلي د “مکابي تل ابیب” مینه وال له لوبې وروسته د یهودضدو بلواګرو له خوا وهل شوي.
له بلې خوا؛ د هالنډ لومړي وزیر دیک شوف دا پېښه بشپړه یهودضده برید بللی. شوف ویلي چې د صهیونیستي رژیم له مشر سره یې اړیکه کړې او نوموړي ته یې د صهیونیستانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی. شوف نتانیاهو ته ډاډ ورکړی، چې کړکېچ پای ته رسېدلی او د پېښې د عاملینو په لټه کې دي. په ورته وخت کې د صهیونیست رژیم د بهرنیو چارو وزارت ددې پېښې په تړاو بېړنۍ ناسته رابللې، د ټپیانو د لېږد په موخه یې دوې الوتکې امسټرډام ته لېږلي او نړۍ کې یې د خپلو هېوادوالو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
خواله رسنیو کې له لاس په لاس شویو ویډیوګانو ښکاري، چې څو صهیونیستان د فلسطین بیرغ ته سپکاوی کوي او پر ځمکه یې غورځوي. دې کړنې امسټردام کې د عرب او نورو مسلمانانو غوسه راپارولې او د فوټبال له ډګره ستنېدونکي یهودان یې وهلي ټکولي دي. دا لاریونکوونکي چې د فلسطین د ازادۍ په ننګه راوتي وو، امسټرډام کې یې د فلسطین بیرغونه پورته کړي او د اسراییلي رژیم بیرغونو ته یې اور ورته کړی. دې لاریونوالو د اسراییلو د وهنې ټکونې په حال کې “دا د فلسطیني کوچنیانو په پار” شعارونه ورکول.
سي.اېن.اېن. د خپلو سرچینو له قوله وایي، چې یادې شخړې د لوبې تر پیل وړاندې شوې وې. خو د “مکابي تل ابیب” لوبډلې مینه والو د اسراییلو په ملاتړ او د عربو د مرګ شعارونه ورکول.
د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې هالنډ د دوی د اتباعو خوندیتوب ته هر څه کوي. بیان کې دا پېښه وحشیانه او بوږنوونکې ګڼل شوې ده.
د صهیونیستي رژیم بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دې شخړو کې لس یهود ټپیان شوي. نوموړي له خپلو اتباعو غوښتي، چې په مېلمستونونو کې پاتې شي او بهر ونه وځي. ده همدارنګه د درېیو نورو اسراییلیانو د تري تم کېدو خبر هم ورکړی دی.
بل پلو؛ د امسټرډام پولیسو ۶۲ تنه چې دوی یې بریدګر بولي، نیولي. تر دې پېښې وروسته صهیونیستي رژیم پرېکړه کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر امسټرډام ته واستوي.
د یادونې وړ ده، چې لوېدیځو او د صهیونیستي رژیم ملاتړو رسنیو ددې پېښې د لامل له څرګنداوي پرته دا پېښه یهودضدې کړنه بللې. دې رسنیو همدارنګه د فلسطین بیرغ ته سپکاوي کوونکي هم نامالومه کسان بللي او دا کړنه یې ستر جنایت او زړه بوږنوونکې وحشیانه پېښه بللې ده.
یاده دې شي، چې هالنډ هم د اسراییلي رژیم د پوځي برخې ملاتړی هېواد دی.

اړوند خبرونه