ډېر لوستل شوي

د ټولګټو چارو وزارت پلاوي د ګډو ګټو هېوادونو د ريلي ټرانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون کړی

ټولګټو چارو وزارت د ګډو ګټو هېوادونو د ريلي ټرانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې د دې وزارت د اوسنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ د يوه پلاوي د ګډون خبر ورکړی دی.

ښاغلي صاحبزاده په ياده ناسته کې د افغانستان د ريل پټلۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ د را خپلولو او د ريل پتلۍ او ټکنالوژۍ د بنستيزې پراختيا په تړاو خبرې کړې دي.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د يادې غونډې په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د قزاقستان، تاجکستان او ازبيکستان د ريل پټلۍ له مسوولينو سره د بېلا بېلو ناستو په ترڅ کې د ريل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د ريل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد او رالېږد د حجم د زياتوالي په اړه هم خبرې کړې دي. د يادونې وړ ده، چې افغانستان په دې وروستيو کې په ياده شورا کې د څارونکي غړي په توګه تصويب شوی دی.

اړوند خبرونه