د چاپېريال ساتنې ملي اداره وايي، چې د دې ادارې عمومي رييس مولوي مطيع الحق خالص په مشرۍ يو پلاوي د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون نړيوال کنفرانس (سي.او.پي) کې د ګډون په موخه اذربايجان ته سفر کړی دی.
دې ادارې ويلي، چې ياد کنفرانس به د روان ميلادي کال نومبر له (۱۱مې تر ۱۲مې) نېټې د اذربایجان په پلازمينه “باکو” کې تر سره شي، چې د ګڼو هېوادونو مشران، د چاپېريال ساتنې وزيران او متخصصين به پکې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پلاوی به په دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې له نړيوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا؛ د اقلیمي بدلون په برخه کې شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو له نړيوالو سره خپلي غوښتني شریکې کړي. د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون په نړيوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږي.