د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، نن مازیګر په خپل اېکس کندز ته د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوي پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار دې ولایت ته د خپل سفر پرمهال د روږدو له روغتیایي مرکز څخه کتنه کړې او همدارنګه یې دې ولایت کې د روږدو لپاره له ښه چوپړه خوښي څرګنده کړې ده. ښاغلي همکار همدارنګه دې ولایت کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي مسوولینو غوښتنې او ستونزې اورېدلي او د حل ژمنه یې کړې.