د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ۲.۲ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یو چکډېم جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
دغه چکډېم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم له مخې د اسلامي امارت له خپلې بودیجې جوړ شوی.
د مسوولینو په وینا؛ یاد چکډېم ۹۳ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چي د ۴۰ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د سپین بولدک اوسېدونکي ددې چکډېم له جوړونې خوښ دي. د دوی په وینا له دې چکډیم سره به یې ګڼې ستونزې هوارې شي.