د ننګرهار د رسنیو دفتر په خپل رسمي اېکس لیکلي، چې ددې ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې د تېرې شپې سختو اورښتونو او ږلۍ د یوه کور چت نړولی چې یو تن یې لاندې کړی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کوزکونړ، کامې، ګوشتې او بټيکوټ ولسواليو کې سلګونه جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لهمنځه تللي او خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.