ملي دفاع وزارت په ۲۱۵ عزم قولاردو کې د څلور عرادې روسي ټانکونو د ترميم او ګټې اخېستنې ته د سپارلو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې دغه ټانګونه د ۲۱۵ عزم قولاردو په دويمه پلې منصوري لواء کې د افغان انجنيرانو په مرسته ترميم او ګتې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
په دې ټانکونو کې دوه عرادې “ټي۵۵” او دوه عرادې “ټي۶۲” روسي ټانکونه شامل دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم په یاده لواء کې یو عراده “ټي۶۲” روسي ټانک د يادې لواء د مسلکي انجنيرانو له خوا ترميم شوی و.