د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني وايي، اسلامي پوليس د نظام او ولس خادمين دي او بايد له خپل ولس سره په خوښۍ چلند وکړي.
ښاغلي حقاني يادې څرکندونې د ميدان وردګو ولايت د “دشت ټوپ” د پوليسو له ښوونيز او روزنيز مرکز څخه تر مسلکي زده کړو وروسته د مجاهدینو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
په يادو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست له فارغ شویو منسوبينو غوښتي، چې د شهيدانو د کورنيو پالنه وکړي او د خپلو دندو پر مهال له غفلت او بې پروايۍ څخه ډډه وکړي. ياده دې شي، چې د مراسمو په پای کې فارغ شویو منسوبینو ته بري لیکونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.