د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د هندوستان هېواد په ممبي ښار کې د خپل سرپرست قونسل ټاکل کيدل تأييد کړي دي.
د ياد وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل ويلي، د افغانستان له لوري په ممبي ښار کې دوکتور حافظ اکرامالدين کامل د سرپرست جنرال قونسل په توګه ټاکل شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت دا خبر په داسې حال کې تائیدوي، چې د هند “سنډې ګارډین” ورځپاڼې وړمه ورځ راپور ورکړی و، چې د هند حکومت د اسلامي امارت له خوا په ممبي کې د افغان ډیپلومات د منلو غوښتنه تر غور لاندې نیولې ده.