عامې روغتيا وزارت د خوست روغتیا رياست ته د شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت طبي وسايل او ماشينونو ورکړي دي. دې وزارت ويلي، چې دغه وسايل د ياد ولايت ملکي تخصصي روغتون ته د ناروغانو د لاښې درملنې په موخه ورکړل شوي دي.
په دې وسايلو کې، د زړه د ناروغۍ په برخه کې دوه پايې “اي.سي.اېچ.او” (ايکوکارديوګرافۍ) د ماشينونو تر څنګ، ۱۰ دانې د اکسيجن رسولو او ۲ دانې “دسکټاپي التراساونډ” ماشينونه، ويلچرونه او ګڼ شمېر نور طبي وسايل شامل دي. په ورته مهال د خوست عامې روغتیا رييس ډاکټر احمد ويلي، په ملکي تخصصي روغتون کې يې یادو طبي وسايلو او ماشينونو ته ډېره اړتيا درلوده، چې اوس به په دې برخه کې شته ستونزې حل