د تروريزم ضد ځواکونو د غزني ښار دویمي امنیتي حوزې اړوند د ثقافت ودانۍ په انګړ کې د سړک جوړوني په مهال تر ځمکې لاندې د هاوان مرمۍ موندلي دي. دا ۸۲ مرمۍ ددې ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري راویستل شوي او مناسب ځای ته لېږدول شوي دي. ورته مهال د غزني څلورمي امنیتي حوزې “کچ کلا” په کلي کي له تروريزم سره د مبارزې آمريت له لوري تر ځمکې لاندې ١٠ مخابرې، د ماين پاکۍ د ټيم له لوري کشف او له تروريزم سره د یادې حوزې د مبارزې آمريت ته وسپارل شوې.