ډېر لوستل شوي

ملک سلمان په لومړي ځل د غزې په اړه غږ پورته کړ

د سعودي شهزاده له ۴۰۰ ورځو وروسته په غزه کې د صهيونيست رژيم کړنې نسل وژنه بللې

د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په غزه کې د صهيونیستي رژيم کړنې غندلې او هغه يې”نسل وژنه” بللې ده.

نوموړي د عربو او اسلامي هېوادونو بېړنۍ ناستې ته د وينا پر مهال، پر لبنان او ايران هم د صهيونیستي رژيم پر بریدونو نیوکې کړې او د دې رژيم د پوځي عملياتو د سم‌لاسي پای ته رسیدو غوښتنه يې کړې ده. د يادونې وړ ده، دغه ناسته تېره ورځ (دوشنبه، لړم ۲۱مه) د سعودي عرب په کوربه‌توب او د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په شتون کې ترسره شوه.

اړوند خبرونه