ډېر لوستل شوي

د امنيتي او تصفيوي کمېسيون د مشرتابه ناسته ترسره شوه

د امنيتي او تصفيوي کمېسيون مشرتابه نوبتي غونډه د کورنيو چارو وزارت د اداري مرستيال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په ياده ناسته کې د استخباراتو لوی رياست لومړي مرستيال ملا تاج مير جواد سربېره د ياد کمېسيون ګڼ شمېر غړو ګډون کړی وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناستې کې د نشه یي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې او همغږۍ ټینګار شوی. دغه راز د ناستې په لړ کې ښاغلي رحمت الله نجيب د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت په مخنيوي کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د يادونې وړه ده، امنيتي او تصفيوي کمیسیون هڅه کوي چې په نظام کې شفافيت رامنځته او اسلامي اصولو ته ژمن پاتي شي.

اړوند خبرونه