د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د ( لړم ۲۳مه او ۲۴مه) د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو د اټکل خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت د هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، دغه اټکل د “بادغيس، غور، هرات، فراه، دايکندي، غزني، پنجشير، پروان، کونړ، لغمان، لوګر، ميدان وردګ، پکتيا، خوست، پکتيکا، جوزجان، فارياب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان” ولايتونو کې شوی دی. د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هغه هېوادوال چې په يادو سيمو کې ژوند کوي د سيندونو په غاړو کې له هر ډول تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي.