ډېر لوستل شوي

مخابراتي بيو کې څه باندې ۳۰ سلنه ټيټوالی راغلی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د بيو په نوي ټاکل شوي “سقف”  کې د څه باندې ۳۰ سلنه ټيټوالي خبر ورکړی دی.

په دې نوي ټاکل شوي سقف کې د هرې شبکې دننه پېرودونکو ترمنځ د يوې دقيقې غږيزې اړيکې بيه، ۱.۳۰ افغانۍ ټاکل شوی.

دغه راز،  له يوې شبکې څخه بلې شبکې ته د پېرودونکو ترمنځ د يوې دقيقې غږيزې اړيکې بيه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله ۳۶ سلنه ټيټوالی پکې راغلی دی.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د یو “جي.بي”  میاشتنۍ انټرنټي کڅوړې بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله پکې ۱۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ياد وزارت وياند عنايت الله الکوزي ويلي و، چې په دې موخه د ” مخابراتي شبکو”  له مسوولينو سره د ناستو لړۍ دوام لري؛ او په نږدې راتلونکي کې به د مخابراتي چوپړتیاوو د بیو د کمښت په برخه کې د پام وړ ټیټوالی رامنځته شي.

اړوند خبرونه