امریکايي رسنیو د نيويارک ښار په “برونکس” سیمه کې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې د یوې برېښنايي چاودنې راپور ورکړی دی.
د دې برېښنايي چاودنې له امله يو تن مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
يادې چاودنې د “نیویارک او نیوهیون” ترمنځ د اورګاډو د تګ راتګ بهير هم ټکنی کړی. ويلکېږي د پېښې په مهال یو کارکوونکی، چې د ټرانسفارمر په جوړولو بوخت و، خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.