د اسلامي امارت د وياند مرستيال ملا حمدالله فطرت په پکتيا ولايت کې پر يو تن “قاتل” د “قصاص” الهي حکم د تطبيق کيدو خبر ورکړی دی.
ښاغلي فطر په یوه خبرپاڼه کې ويلي، یاد قاتل په دې ولايت کې يو کس د کلاشينکوف په وسيله وژلی و، چې نن (چهارشنبه، لړم۲۳مه) پرې د ګردیز ښار په ورزشي ستېډيوم کې د قصاص الهي حکم پرې تطبيق شو. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قصاص د تطبيق کيدو په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليلالرحمن حقاني، د پکتيا د مرافعه محکمې رييس مولوي واحدالله صديقي، د دې ولايت والي او د اسلامي امارت چارواکو او ګڼو عام وګړو ګډون کړی وو.