ډېر لوستل شوي

ځينو پخوانیو پوځیانو هېواد کې د وینې تویونې په پار د امریکایي مشرانو شا نیولې

نقاب رسنیز بنسټ د پخوانۍ ادارې د یوه پوځي مشر جنرال سمیع سادات غږیز کلیپ ترلاسه او خپور کړی، چې نوموړی پکې هېواد کې د وینې تویونې د تاریخ ژوندي کولو په پار له امریکایي چارواکو مرسته غواړي.

سادات، له سناتور مایک والټز چې ډونالډ ټرمپ تازه د ملي امنیت د سلاکار په توګه ګومارلی، غوښتي افغانستان کې یې بیاځلې د جګړې ملاتړ وکړي.

نوموړي دې سناتور ته چې افغانستان کې یې د بېګناه افغانانو په وینو لاسونه سره دي، د نوې دندې مبارکي هم ویلې ده.

سمیع سادات په تېرو دریو کلونو کې له ګڼو امریکایي او د نورې نړۍ له مشرانو د مرستې  غوښتنه  کړې، خو هېچا افغانستان کې د بیاځلې جګړو په موخه مرسته ورسره نه ده کړې. د یادونې وړ ده، چې هېواد کې له لسیزو وروسته سرتاسري امن قایم شوی؛ خو ځیني نابریالۍ څېرې غواړي، بیا په هېواد کې د ویر ټغر وغوړیږي.

اړوند خبرونه