احصايي او مالومات ملي ادارې په کندهار کې د څه باندې ۹۳ زره پېژندپاڼو له وېش څخه خبر ورکړی.
يادې ادارې ويلي، چې د کندهار د احصايي او مالوماتو ادارې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشو کې ۷۲ زره او ۶۱۵ کسانو ته برېښنايي او ۲۰ زره او ۷۶۱ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ياد ولايت د مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې شاوخوا ۱۱ زره او ۹۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د سمون راوستو، ۶ زره او ۵۹۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو تأييد، ۲ زره او ۲۱۲ کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خدمتونه وړاندې شوي دي. د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ؛ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځول شوې او هېوادوال کولی شي چې په اسانۍ سره خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.