د خوست امنيه قوماندانۍ وايي، چې په دې ولايت کې د ”سون لرګيو” د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې د ځنګلونو د مخنيوي (شنې قطعې) ځواکونو له لوري د لرګيو بار ټانګر له یوه کس سره یوځای نيول شوی.
د مسوولينو په خبره، چې يادو ځواکونو تېره اونۍ هم د لرګیو له قاچاق څخه مخنیوی کړی و.
د يادونې وړ ده، د اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې په ټول هېواد کې په غير قانوني ډول د ځنګلونو پرې کول او قاچاق منع اعلان شوی دی.