د کورنيو چارو وزارت امنيتي ځواکونو په نيمروز، بلخ، سمنګان، هرات، جوزجان او غزني ولايتونو کې ۲۵ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دې وزارت مسوولين وايي، د نيول شويو کسانو له ډلې، لس تنه د جنايي جرمونو په تړاو په نيمروز، شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په بلخ او درې تنه د الوتونکو مرغانو د غير قانوني ښکار په تړاو په سمنګان کې نيول شوي دي. دغه راز درې تنه غله په هرات، دوه تنه د وژنې په تړاو په جوزجان او يو تن د غلا په تور په غزني کې نیول شوي دي.