ډېر لوستل شوي

د ۲۱۵ عزم قول‌اردو ۵۷ تنه مجاهدين له ترافيکي زده‌کړو فارغ شول

۲۱۵ عزم قول‌اردو له اتمې خالد بن وليد سرحدي لواء څخه ۵۷ تنو مجاهدينو د موټر چلولو په برخه کې له روزنیزې دورې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د اتمې خالد بن وليد سرحدي لواء د څلورم کنډک قوماندان محيب الله بهار د موټر چلولو زده‌کړې اړينې بللې او له مجاهدينو يې غوښتي، چې د موټر چلولو پر مهال ترافيکي قوانين مراعت کړي.

د يادونې وړ ده، چي تردې وړاندې هم د ۲۱۵ عزم قول اردو له بېلابېلو برخو ګڼ شمیر مجاهدین فارغ شوي و.

اړوند خبرونه