عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت په څوارلسم نړيوال ساينسي او څېړنيز (ايف.ايم.ای.سي) کنفرانس کې ګډون کړی دی.
په دې کنفرانس کې ښاغلي شرافت د څېړنې په ارزښت، اړتيا او په دې برخه کې د روغتيا وزارت د ملاتړ اړوند مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال د ناروغانو د غوره درملنې او د روغتیايي برخې د پرمختګ لپاره څېړنې اړينې بللي او په دې برخه کې يې د عامې روغتيا وزارت د ژمنتيا او همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. د یادونې وړ ده، چې د ياد وزارت ملي انسټېتوټ په دې وروستيو کې بېلابېل روزنیزو پروګرامونه هم پلي کړي دي.