د امريکايي دوو لوړپوړو ډيموکراټ سناتورانو د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او ځينو نورو چارواکو سره د ايلن ماسک په ژورو اړيکو درلودلو شک کړی دی.
د راوپورونو له مخې، د امريکا دغو سناتورانو له پنټاګون او قانون پلي کوونکو ادارو غوښتني، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون له ځینو نورو روسي چارواکو سره د امریکایي میلیاردر او د ډونالډ ټرمپ په نوې کابینه کې د دولت د موثریت څانګې د مشر ایلن ماسک د اړیکو په تړاو راپورونه وڅېړي.
دوی پنټاګون او قانون پلي کوونکو ادارو ته په استول شوي ليک کې، له روسي چارواکو سره د امريکايي ميلياردر او د ډونالډ ټرمپ په نوې کابينه کې د دولت د موثريت څانکې د مشر ايلن ماسک پر اړيکو اندېښنه څرګنده کړې. دا په داسې مهال ده، چې د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله نوې کابينه کې ايلن ماسک د دولت د موثريت څانګې مشر ټاکلی دی.