ارګ نن ماخوستن(شنبه، لړم ۲۶مه) په خپل اېکس د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير سره د تڼیو د قومي مخورو د کتنې خبر ورکړی دی.
د تڼي قوم مخورو او مشرانو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت هڅې ستایلي دي. یادو قومي مخورو د ولس او حکومت د همکاریو پر زیاتولو ټینګار وکړ او له شته نظامه یې د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
دې ناسته کې د تڼیو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د څړځایونو، ودانیزو او پراختیايي چارو د پیل غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دې قومي مشرانو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي چې اسلامي نظام شپه او ورځ د ولس د ستونزو د حل په تکل کې دی. مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د تڼیو د ولس ستونزو ته به رسېدنه کیږي او د ولسونو سلا مشورې به په پام کې نیسي.