ډېر لوستل شوي

د پاکستان له بندخونو له ۴ زرو ډېر افغان بندیان خوشي شوي

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ وايي، چې د پاکستان سېند صوبې له زندانونو څخه تر دې مهاله ۴ زره ۲۰۰ افغان بنديان خوشي شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په ياد ښار کې د افغانستان قونسل سيد عبدالجبار تخاري پر خپل اېکس پاڼه په ويډېوي کليپ کې ويلي، چې د دې قونسلګرۍ د هڅو په لړ کې تېره ورځ د يوې ښځې او ۷ ماشومانو په ګډون ۱۱ افغان کډوال د دغه ښار له يوې بندخونې ازاد او د “چمن ـ سپين بولدک” له لارې هېواد ته رالېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې تر دې وړاندې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ زره او ۲۵۸ تنه افغانان د پاکستان د سيند صوبې له بېلا بېلو بندخونو څخه ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي. د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ کابل ته راغلي ایراني پلاوي هم له ګڼو افغان چارواکو سره په ايران کې د افغان بنديانو د اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.

اړوند خبرونه