د امو دريا په نفتي حوزه کې د ۱۸ نويو استخراجي څاګانو د رايستلو چارې پيل شوې دي.
د افچين شرکت د مسوولينو په خبره، چې دغه نفتي څاګانې د “قشقري بلاک، د سرپل اق دريا” او د جوزجان په “زمردسای” سيمه کې موقعيت لري.
د ياد شرکت مسوولين زياتوي، چې يادې چارې به په ۲۰۲۵ ميلادي کال کې پای ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې له دې سره به د نفتو په استخراج کې د پام وړ زياتوالی راشي.