د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روسيې هېواد له يو شمېر پانګوالو سره کتلي دي.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت وايي، چې په دې ناسته کې ښاغلي برادر له يادو پانګوالو سره د سوداګرۍ او پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.
په ياده ناسته کې د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ويلي، چې اوس په بېلا بېلو سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه برابر شوي او ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي، چې پانګونه وکړي.
د ښاغلي ملا عبدالغني برادر په وينا، اسلامي امارت تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو سره په ټول افغانستان کې امنيت ټينګ شوی او په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته ښه فرصتونه برابر شوي دي.