د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکي لېږد په برخه کې له ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره تړون لاسليک کړی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د حکم پر بنسټ د هلمند ولايت “نهر سراج ـ باباجي” او د “ګرشک” ولسوالیو په ۲۰۲ جريبه ځمکه او دغه راز په کندز “امام ولسوالۍ” کې په ۲۰ جريبه ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو په موخه د ياد وزارت له لوري د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته د ځمکې د لېږد هوکړهليک لاسليک شوی دی. د يادونې وړ ده، چې یادې ځمکې به د بار وړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینلونو د جوړولو لپاره ځانګړې شي، چې د افغانستان د ترانسپورتي سکټور د ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.