کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو د دویم ملي نندارتون پرانیسته شوې ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ ماهرو او متخصصينو کسانو ته سخته اړتيا لري او د مسلکي کسانو شتون ټولنه د ځان بسياينې پر لور بيايي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په افغانستان کې کاري فرصتونه ډېر زيات دي، خو د مسلکي او ماهرو کسانو د نه شتون له کبله له دغو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه نه اخیستل کیږي.
د نوموړي په وینا همدا اوس يوازې په مس عينک کان کې ۱۸ زره مسلکي کارګرو ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې مسلکي او ماهر کارګر نشته.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ریيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند یادو مراسمو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې مبتکرو ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره او په لوړه کچه دې وهڅول شي.
په پیغام کې له پانګوالو څخه غوښته شوې، چې د نوښتګرو ځوانانو پر وړتیا پانګونه وکړي او د هېواد پر ځان بسیاینه کې ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بېلابېلو څانګو د زده کوونکو له لوري جوړ شوي وسایل نندارې ته اېښودل شوي دي.