د رييسالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له لوري په کابل پلچرخي سیمه کې د کمپلو جوړولو يو نوې کارخونه پرانيستل شوه.
ياده کارخونه د خصوصي سکټور له لوري د ۹۳۰ ميليونه افغانيو په پانګونې سره پرانيستل شوې ده.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت نن (یکشنبه، د لړم ۲۷مه) په یوه خپرپاڼه کې د دې فابریکې د فعالیت د پیل خبر ورکړی دی.
ښاغلي عبدالغني برادر د يادې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په هېواد کې ټولیز امنیت په ټينګيدو سره د پانګونې لپاره وړ چاپېريال رامنځته شوی دی.
په دې فابریکه کې د هېواد له خامو موادو، وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاوړتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.
یاده نوې جوړه شوې کارخونه د خصوصي سکټور له لوري جوړ شوې، چې ۹۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د مسوولينو په خبره، چې دا کارخونه په اوس وخت کې هره ورځ ۱۰۰۰ تخته کمپلې تولیدوي او په راتلونکي کې به د تولید کچه ۵ زره کمپلو ته لوړه شي. باید وویل شي، چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ځان بسیاینې په موخه د خصوصي سکټور پانګونې زیاتې شوې دي.