ډېر لوستل شوي

حقاني: د نړيوالو استعماري تعامل نه غواړو

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج‌الدين حقاني وایي، له نړۍ سره د تعامل مخالف نه، بلکي د استعمار مخالف يو.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې زياته کړې، موږ له نړیوالو سره داسې اړيکې غواړو، چې د اسلامي اصولو او شريعت خلاف نه وي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز ويلي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ديني قوانين تر پښو لاندې کړي. خليفه سراج‌الدين حقاني يادې څرګندونې نن (دوشنبه، لړم ۲۸مه) په خوست ولایت کې د ” حسن قرائت نړیوال ” محفل کې د وینا پرمهال کړې دي.

اړوند خبرونه