د ۲۰۷ الفاروق قولاردو وايي، چې سرحدي ځواکونو يې ايران سره په ګډه پوله کې دوه تنه “قاچاق وړونکي” له ۲۰ کيلو ګرامه نشهيي توکو سره يو ځای نيولي دي.
ياده قولاردو وايي، دغه “قاچاق وړونکي” له ايران سره په ګډه سرحدي لاره کې نيول شوي دي.
د مسوولينو په وينا، نيول شوي کسان به له لومړنيو څيړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي. ياد وزارت ډاډ ورکوي، چې سرحدي ځواکونه يې د نشهيي توکو مخنیوي ته ژمن دي او غواړي د قانون د حاکمیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي.