ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبير: د مدرسو زده‌کوونکي دې په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سمبال کړي

د رييس‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، چې د مدرسې زده‌کوونکي دې د ديني زده‌کړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سمبال کړي او عصري علوم دې زده کړي.

ښاغلي عبدالکبير دغه څرګندونې نن (دوشنبه، لړم ۲۸مه) د کابل جهادي مدرسې په فراغت‌غونډه کې د خبرو پرمهال کړې دي.

نوموړي دغه زار په افغانستان کې د زده‌کړو په پراختيا او متوازن انکشاف ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې افغان “طلباء” د حدیث دورې د زده کړو په موخه بهر ته د سفر اړتیا نه لري او په هېواد کې تر لوړې کچې د دیني زده کړو زمینه چمتو شوې ده. د ويلو ده، چې د رياست‌الوزراء سیاسي مرستیال د کابل جهادي مدرسې ټولو بریالیو زده‌کونکو ته ډالۍ هم ورکړې دي.

اړوند خبرونه