د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکې اداره ( اوچا) وايي، چې کويټ په لومړي ځل د افغانستان له بشري صندق سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.
دې ادارې نن (دوشنبه، لړم ۲۸مه) په خپل رسمي اېکس ليکلي، چې ياده مرسته به په افغانستان کې په زيانمنو وګړو ووېشل شي.
د ويلو ده، چې د کویټ دغه اقدام کولی شي نورو هېوادونو ته هم د همکارۍ لپاره یو مثال شي، ترڅو د افغانستان د بشري ستونزو په کمولو کې برخه واخلي.