د کابل د مرستیال والي مولوي محمد نور خلیل په مشرۍ د کډوالو او بې سرپناه کورنیو د ځمکو د وېش کمېټې خپله ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ملکیتونو د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست، د کابل د کډوالو ریاست او د کابل د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو هم برخه اخیستې وه. د کمېټو مسوولینو ویلي د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د ګوسفند درې او د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ سیمو ارزونه شوې ده.