د امريکا متحده ايالاتو له ترکيې غوښتي، چې د حماس د مشرانو کوربهتوب ونه کړي.
رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ (دوشنبه، لړم۲۸مه) دا غوښتنه کړې او دغه راز يې زياته کړې، چې د ترکيې په ګډون ټول هېوادونه بايد د حماس له ملاتړ او کوربهتوب څخه ډډه وکړي.
د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له قطر څخه ترکيې ته د حماس سياسي مشرانو د لېږد په تړاو راپورونه خپاره شول. د ويلو ده، ترکیې څو ځله د فلسطین او لبنان پر وړاندې د اسراییلو بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړې، چې په غزه او لبنان کې دې روانه جګړه او بریدونه ودرول شي.