د خوست ښار دويمې امنيتې حوزې ته څيرمه د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه جومات د جوړونې چارې پيل شوې.
د ځايي مسوولينو په خبره، د یاد جومات د چارو په پرانېسته کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني او د یاد وزارت مرستيال محمد نبي هم ګډون کړی وو.
ويلکېږي، دغه جومات د يوه افغان پانګوال په مالي ملاتړ جوړېږي، چې په يوه وخت کې به د ۲۵۰۰ کسانو د ځايدو وړتیا ولري. د يادونې وړ ده، چې په ياده غونډه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست د دې جومات پر جوړولو خوښي څرګنده کړې او په نورو پانګه والو يې هم غږ کړی چې ياده لړۍ، روانه وساتي.