د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارتن جوړونې یوه کارخونه پرانېستل شوې ده.
د ځايي مسوولينو په خبره، دغه فابريکه د ۱۰ميليونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
د دې فابريکې د پرانېستې په مراسمو کې د ياد ولايت مرستيال والي مهاجر فراهي، په یاده کارخونه کې د پرمختللو اسانتياوو او وسايلو په رامنځته کېدو خوښي څرکنده کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په يو صنعتي او صادرونکي هېواد بدل شي. د يادونې وړ ده، چې ياده فابريکه په ټولو عصري وسايلو سمبال ده او په يوه ساعت کې د ۲۰ زره ورقو او کارتن د توليد وړتيا لري.